Oct 08, 2019 07:54 Asia/Kabul
  • فایل فوټو
    فایل فوټو

امنیتي سرچینو د افغانستان په غزني ولایت کښې د امریکايي پوځیانو په قافلې باندې د طالب ډلې د حملې خبر ورکړی دی.

آوا خبري آژانس لیکلې دي چې طالب ویاند ذبیح ا... مجاهد وویل: د غزني ولایت د اندړو ولسوالۍ په خدو خیل او کمال خیل سیمه کښې د امریکايي پوځیانو په کاروان باندې د دغې ډلې په توغندوي حمله کښې لس امریکايي پوځیان مړه او پنځه زخمي شوې دي.

په عین حال کښې په افغانستان کښې دیره امریکايي پوځیانو په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې تیره شپه د دوي یو ټانک اندړو ولسوالۍ ته څیرمه د طالب ډلې د توغندوي حملې هدف وګرځیده چې له امله یې یاد ټانک ویجاړ شو.

دغه خبرپاڼه زیاتوي چې یاده حمله د طالب وسله والو او امریکايي پوځیانو ترمینځ د نښتې سبب شوه چې په کښې درې طالبان او یو ماشوم ووژل شول.

 

ټیګونه

کمنټونه