Oct 08, 2019 14:46 Asia/Kabul

تاسو قدرمنو دوستانو ته د سلامونو په وړاندې کولو سره د افغانستان د ولسمشرۍ څلورم انتخابات او د هغو نتائج نومې موضوع وړومبنۍ برخه ستاسو په خدمت کښې وړاندې کوو.

دغه انتخابات د طالب ډلې د ګواښونو باوجود د تلې د مياشتې په شپږمه نېټه اوشول. که څه هم د افغانستان د خپلواکه کمېشن د اعلان مطابق شرائط لرونکو اويشت فيصده خلقو د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې ګډون وکړ خو د سيمه ايزو او نړيوالو ټولنو منجمله د ايران د اسلامي جمهوريت لخوا هرکلے په تېره بيا د امنيتي ځواکونو لخوا د ولسمشرۍ د انتخاباتو په کاميابۍ سره د ترسره کېدو ښودنه کوي. له دې نه په تېرېدو چې څوک به د دغو انتخاباتو بريالي وي د ټولو امنيتي ګواښونو باوجود د رائې صندوقونو د افغان ولس ورتګ له قومي انحصار پالنې او هر ډول هغو کوششونوسره مخالفت دے چې کوشش کوي په افغانستان کښې د ولسواکۍ د رامنځته کېدو خنډ شي. گوينده د سياسي ټولنو له نظره د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتوکښې د دوو پرګنو شتون ډېر معنادار دے. وړومبے هغه کسان چې په تېرو انتخاباتو کښې د شرکت په خاطر د طالب ډلې په لومه کښې ګېر شول او د ګوتو د رنګېدو په وجه يې ګوتې د دغې ډلې په پرېکونکو او قهرجنو چاقوانو سره پرې شوې دي او د تلې د مياشتې په شپږمه نېټه بيا د رائې صندوقونو ته په ورتګ سره يې وښودله چې افغان ولس په دغه هېواد کښې د د جنګ د خاتمې او په هر ډول تغير او بدلون کښې د رائې د صندوقونو د واکمنۍ او همدارنګ د مشروطې لارې نتيجې ته د رسېدو غوښتونکي دي چې د قوم پالنې په ځاے د ملي پالنې لپاره کوشش وکړ او ځانونه يې هم قرباني کړل. په افغانستان کښې د سياسي مسائلو کارپېژانده مېرمنمنصوره واثق په دې باوري ده چې د رايو په شمېرنې کښې په شفافيت له هغوي څخه په تحفظ سره حکومت او د انتخاباتو کمېشن پکار دي د دغه هېواد د هيله منوخلقو له ارادې سره د لوبو کولومخه نيونکي شي. گوينده دويمه پرګنه چې د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتوکښې يې فعال شتون لرۀ ښځې دي چې د خپرو شويو رپوټونو له مخې د رائې صندوقونو ته په پراخه اندازه ورغلې وې. افغان مېرمنې چې په ۲۰۰۱ کال کښې يې د طالب رژيم له نسکورېدو وروسته په انتخاباتو کښې د شرکت کولو فرصت پېدا کړے دے په تېرو دوو لسيزو کښې د رائې صندوقونو ته په زوږ سره په حاضرېدو سره په ټولنه کښې د يو موثره ،ذمه دار ښاريز او د مدني حقوقو لرونکي کس په توګه ځان په رسميت پېژندلو غوښتونکي دي. مخکښيني افغان ولسمشر حامد کرزي هم د دغه هېواد له مېرمنو غوښتي وو چې د افغانستان په ټولنه کښې د خپل شتون د ثابتولو لپاره دې په انتخاباتو کښې پراخه شتون ولري. گوينده د سياسي ټولنو او هغو کسانو له نظره چې د رائې صندوقونو ته لاړل په دغه هېواد کښې د انتخاباتو له ترسره کېدو وروسته حالات د مخکښې په نسبت ډېر زيات مهم، حساس او مسئولانه دي. ځه چې د تېرو دوو لسيزو د انتخاباتوتجربه له ټګۍ او د انتخاباتو د په چارواکو د نامزدو کسانو له تورونو لګولو سره مله ده چې د فرد، ډلې او يو خاص قوم د ګټو په خاطر يې د خلقو له رايو څخه په حفاظت کښې په خپلو ژمنو عمل نه دے کړے او هغوي يې د خلقو د رايو د واکمنۍ د شعارو له پوره کېدو څخه نااميده او مايوس کړي دي. دا په داسې معنا دي چې په انتخاباتو کښې ټګي او يا په رايو کښې انجنئيري کول په انتخاباتوکښې له ګډونه د خلقو د نااميده کولو لپاره يو ډول له طالبانو سره ملګرتيا ده. گوينده يو اندېښمنونکے ټکے په افغانستان کښې د ولسمشرۍ د انتخاباتو د نتائجو د اعلان د مودې اوږدوالے دے چې د خلقو په رايو کښې د هر ډول لاسوهنې او ټګۍ فرصت رامنځته کولې شي.په دې لړ کښې څو مهمې او د افغان ولس د هيلې وړ مسئلې دي: وړومبۍدا چې هغه نامزد چې لازمي رائې يې نه دي ترلاسه کړې شوې د خلقو د رايو په احترام سره په انتخاباتو کښې ماتې ومني او وښئ چې د خپلو مخالفانود رايو په احترام سره د ډېموکرسۍ د لوبې د قواعدو خيال ساتي. دويمه دا چې ماتې خوړونکے کس د انتخاباتود نتائجو په منلوسره د افغانستان په تاريخ کښې د وړومبي ځل لپاره د قوم پالنې او انحصار پالنې ځاے ملي پالنې او د عامه رايو احترام ته ورکړي او خپل نوم د افغانستان د تاريخ په پاڼو کښې ژوندے اوساتي. گوينده دريمه دا چې ټول هغه نامزدان او سياسي ډلې چې په رنګارنګو ، جذابو او يوشان پالنې شعارونو سره د انتخاباتوډګر ته داخل شول وښودله چې د ډېموکرېسۍ له لوازماتو نه پوره خبر دي او هغه يې منلي دي. نو ځکه د رائې ورکونکو د رايو احترام له نامزدو کسانو څخه د خلقو ړومبنۍ ډېره مهمه هيله ده چې د هغوي خوږ خوند تريخ نه کړي. هغه غوښتنې چې افغان رسنيو د رائې اخېستې له ختمېدو وروسته د دغه هېواد له اوسېدونکو سره د مرکو په بنياد خپرې کړې د خلقو له رايو څخه د حفاظت او د هغو په شمېرلو کښې د شفافيت لپاره د هغوي د عمومي غوښتنې ښودنه کوي. گوينده افغانانو د دغه هېواد د انتخاباتو له خپلواکه کمېشنه غوښتي دي چې هغه کس چې د رايو واقعي اکثريت يې ترلاسه کړے دے په جرات او قدرت سره يې د دغه هېواد د نوي ولسمشر په توګه اعلان کړي چې د دغه هېواد خلق له مخکښې نه زيات سياسي راتلونکي او د رايو واکمنۍ ته هيله من شي. له حکومت او د انتخاباتو له چارواکو څخه د افغان ولس څلورمه هيله دا ده چې د خلقو له رايو څخه په حفاظت او په قوم پالنې او انفرادي انحصار غوښتنې باندې ورته د برترۍ په ورکولو سره د دغه هېواد سيمه ايز او نړيوال مقام ته وده ورکړي. گوينده په هر حال افغانستان د تاوتريخوالي، او خونړي تندلاريتوب له مرحلې څخه د ارامښت او ولسواکۍ او د قانونو د واکمنۍ د ټينګښت په لور د تېرېدو په حال کښې دے او انتخابات د دغې مرحلې ترټولو مهمه نمونه ده. بې له شکه د افغانستان په برخليک باندې يې تاثير د افغانستان د حکومت او د انتخاباتو د کمېشن له کارکردګۍ سره تړاو لري چې ملي واقع پالنې ته د قومي پالنې د مصلحت د ځاے په ورکولو سره د تل لپاره د خلقو په رايو کښې د لاسوهنې اندېښنه ختمه کړي او د افغانستان راتلونکے نسل له عاقلو چارواکو سره يوآباد او آزاد هېواد لرلوته هيله من کړي. گوينده د افغانستان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د رائې صندوقونو ته د خلقو د حاضرېدو حقيقي پېغام دا دے چې هغوي له جنګ، وژلې او ناامنۍ څخه سخت ستړي شوي دي او په همدې وجه په انتخاباتو کښې د شرکت لپراه د سياسي ټولنو او چارواکو دعوت ته په مثبت ځواب ورکولو سره يې په دې اړه په خپله ذمه وارۍ عمل کړے دے او اوس د حکومتي چارواکو وار دے چې د هغوي اعتماد ته ځواب ورکړي. -----------

ټیګونه

کمنټونه