Oct 09, 2019 07:41 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د میرمنو د لاسي صنایعو درې وځنی نندارتون پرانېستل شو

د افغانستان دننګرهار ولایت په سپین غر هوټل کې د سوداګرو ميرمنو د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون پرانيستل شو. په دې نندارتون کې سوداګرو ميرمنو هغه توکې نندارې ته ايښي، چې په خپل لاس يې جوړ کړي.

په ایښودل شویو توکو کې افغاني جامې، په مریو جوړې شوې څپلۍ، غاړه کۍ، لاسي بندونه، څادرونه، ګوتې، د سینګار توکي او نور شامل دي.

 یاد نندارتون کې چې د هېواد اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو هم په کې برخه واخېسته؛ ميرمنو سره ژمنه وکړه چې لاسي صنايعو لپاره به يې هم په کور دننه او هم نړېوال مارکيټ پېدا کړي. د لاسي صنايعو دغه درې ورځنی نندارتون ، دښځو نړېوال دفتر او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري جوړ شوی، چې موخه يې د سودا ګرو ميرمنو د ظرفيت لوړل، میرمنې لاسي صنایعو ته لاهڅول او یاد صنعت ته وده او پراختیا ورکول دي.

د ياد نندارتون په پرانست غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معينې سعيدې مژګان مصطفوي وويل:  ((هڅه يې داده چې د لاسي صنايعو لپاره په نړېوال مارکيټ کې بازار پېداکړي)).

 

 

ټیګونه

کمنټونه