Oct 09, 2019 15:45 Asia/Kabul
  • د ۲۰۱۴ کال انتخاباتي کړکیچ دې تکرار نه شي

د افغانستان ولسمشر ټینګار وکړ چې د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو انتخاباتو په وجه د رامینځته شوي کړکیچ تکراریدل نه دي پکار.

محمد اشرف غني د جرمني شپیګل ورځپاڼې ته په یوه مرکه کښې د افغانستان د روان ۲۰۱۹ کال د ولسمشریزو ټاکنو د رایو د شمیر د بهیر د غیرضروري اوږدیدو او ځنډیدو په هکله د اندیښنې څرګندولو په ترڅ کښې، د ۲۰۱۴ کال د ولسمشریزو انتخاباتو په وجه رامینځته شوي کړکیچ ته په اشارې سره وویل: د قدرت په سر د څو میاشتنۍ جګړې لپاره وخت نشته او باید پرمخ تګ وکړو.

د افغانستان ولسمشر چې د وروستیو ولسمشریزو انتخاباتو یو کاندید هم دی، وویل چې د هیواد په قوانینو پابند دی او د انتخاباتو د کمیشن له خوا د ټاکنو د نتیجې تر اعلانیدو صب کوي.

په عین حال کښې د افغانستان د ملي وحدت د حکومت اجرايي مشر او د ترسره شویو ټولټاکنو کاندید عبدا... عبدا... هم ویلې دي: ډاډمن یم چې دا انتخابات دویم پړاؤ ته نه غځیږي.

د ویلو ده چې اشرف غني او ډاکټر عبدا... د ۲۰۱۴ کال په ولسمشریزو انتخاباتو کښې هم دوه اصلي سیالان وو چې دواړو په یو بل باندې په انتخاباتو کښې د درغلۍ تور پورې کړی و او دغو اختلافاتو افغانستان څو میاشتې له کړکیچ سره مخامخ ساتلی و.

په عین حال کښې د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیشن چارواکي وايي چې د ولسمشریزو ټاکنو د کاندیدانو له خوا زرترزره د نتایجو د اعلانولو لپاره تر دباؤ لاندې دي.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن د رپورټ له مخې ابتدايي پایلې به د روانې اکتوبر میاشتې په نولسمه او فاینل نتایج به یې د نومبر په اوومه نیټه اعلان شي.

 

ټیګونه

کمنټونه