Oct 10, 2019 17:19 Asia/Kabul
  • د تاپې د ګیس د انتقال د نل لیکې د اجرا لپاره د افغانستان د بودجې خساره

د ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان او هندوستان د تر ټولو وروستۍ موافقې په اساس ټاکل شوې وه د تاپی نومې د ګیس پایپ لاین اجرائی عملیات په افغانستان کې د ۲۰۱۸کال په فرورۍ کې پیل او په ۲۰۱۹کال کې دغه پلان هم افتتاح شی .

د افغانستان د اقتصادی چارو وزیر د ترکمنستان،افغانستان ،پاکستان او هندوستان  دګیسو د نل لیکې  (تاپی )د غزولو  دپروزې د اجرا لپاره  د بودجې د دولس  میلیاډ ډالری  خسارې  خبر ورکړی دی .

 دافغانستان د ولسی جرګې  په غونډې کې  مصطفی  مستور  وئیلی دی،که  لازم اقدامات ونه شی،نو دغه پایپ لاین به تر راتلونکو دیرشو کلونو پورې  هم جوړ  نشی او داپه داسې حال کې دی چې دکابل حکومت  ددغې پروژې لپاره په میلیونونو  افغانۍ لګولی هم دی،خو تر دې دمه هیڅ ډول  اجرائی عملیات نه دی  پیل شوی .

Image Caption

 

 د افغانستان د خزانې وزیری  څرګندونو  د تاپی سترې پروژې  په وړاندې یو بل ستر مشکل راولاړ کړی دی . په وروستیو کلونو کې زیاتره کارپیژاندو ددغه  پلان پر سیاسی اوا منیتی  خنډونو  هم تمرکز کړی  ؤ ، خو  دا دی اوس  چې  په افغانستان  کې ددغه پلان د اجرائی عملیاتو دپیلیدا لپاره د ټاکلی وخت  څو میاشتې تیریږی،خو  هیڅ ډول نه ترسره شوی  اقدام مشخص کوی ، چې  د مصطفی مستور څرګندونې  تر یوه حده دقیقې او د کارپیژندونکی دی. 

 د ترکمنستان ، افغانستان ، پاکستان او هندوستان   د تر ټولو وروستۍ موافقې په اساس  ټاکل شوې وه  د تاپی  نومې د ګیس پایپ لاین  اجرائی عملیات  په افغانستان کې  د  ۲۰۱۸کال په فرورۍ کې پیل  او په ۲۰۱۹کال کې دغه پلان هم افتتاح شی .د ۲۰۱۹کال  له پیلیدا مخکې تر څو میاشتو پورې  نه یوازې افغانستان  ددغې سترې اقتصادی پروژې  د اجرا لپاره  کوم اقدام نه  ؤ کړی،بلکې  له یوې خوا په افغانستان کې د ناکراریو زیاتیدا  او له بل پلوه  د کشمیر په سر د هند او پاکستان  ترمینځ د بې ساری تاؤتریخوالی زیاتیدا  ددغې مهمې اوسټراټژیکې اقتصادی پروژې  راتلونکی،نوره هم د شکونو په شپول کې وروستی دی .پر دې سربیره چې اوس روښانه شوې ده  د افغانستان  حکومت  پخپلې خاورې کې د ګیسو  دنل لیکې  دجوړیدا لپاره  چې  اته سوه شپاړس کلومیټره اوږده ده ،   د بجټ یا بودجې له ډیرو سترو مشکلاتو سره  مخامخ شوی دی .

Image Caption

 

 د افغانستان د خزانې وزیر پخپلو څرګندونو کې ددغې سترې اقتصادی پروژې  د افغانستان په خاورې کې د جوړولو لپاره  له نهو تر  دولس میلیارډ ډالرو د بیلولو خبره کړې ده .روښانه ده چېافغانستان به نه اوساو نه هم په راتلونکو کلونو کې د تاپی نومې د نل لیکې د جوړولو لپاره د دومره زیاتو پیسود بیلولو توان ونه لری خو پوښتنه داده چېد تاپی نومې د سترې اقتصادی پروژې په وړاندې د خنډونو او ترینګلتیاؤ ټولګې ته په پام سره، آیاهیڅ یو حکومتیاو یاخصوصی پانګوال به حاضرشی،هند اوپاکستان ته د ترکمنستان دګیسو د نل لیکې  دمنتقلولو لپاره   په میلیارډونو ډالری پانګونه وکړی . ؟

د ترکمنستان  ولسمشر د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین څخه غوښتی څو د تاپی  په پروژې کې دې پانګونه وکړی ،خو  ولادیمیر پوتین  دغه وړاندیزته چورلټ ځواب نه دی ورکړی .  همداراز د تاپی  په  اقتصادی پروژې کې د ګډون لپاره د قطر د دوایر تجارتی شرکت  د استازو  د جذبولو لپاره هم د ترکمنستان هلو ځلو څه مثبته نتیجه نه ده ورکړې .

Image Caption

 

 پخپله ترکمنستان هم د تاپې پروژې د افغانستان په خاورې کې د اجرا لپاره د بودجې له مشکلاتو سره مخامخ دی .د عربستان په څیر ځینو نوروهیوادونو هم په تاپی نومې پروژې کې  له ګډونه ډډه کړې ده .

 البته په پیل کې ټاکل شوې وه لویدیځیپانګوال د تاپی پروژې لګښت تامین او اجرا کړی ،خو د امریکا دیونیکال شرکت په څیر ځینی شرکتونو په دغې سترې اقتصادی پروژې کې له ګډونه په بیلابیلو دلیلونو سره  ډډه کړې ده .

پر دې اساس که څه هم د تاپی په څیر د یوې سترې پروژې اجراکیدا د افغانستان  او حنوبی آسیا سیمې  لپاره  یو ښه ځیری کیدلی شی،خو میدانی  او جیو پولیټیک واقعیتونه ښئ ددغې سترې اقتصادی پروژې  اجرا  له  داسې  بې شمیره   او اساسی خنډونو سره مخامخ ده  چې د افغانستان د بودجې د دولس میلیارډ ډالری خسارې په باب ددغه یهواد د خزانې وزیر څرګندونې په دغو اساسی مشکلاتو کې یو اساسی مشکل او ستونزه ده .

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه