Oct 10, 2019 17:25 Asia/Kabul
  •  د افغانستان په ولايتي روغتونونو کښې د طبي وسائلو او مسلکي ډاکټرانو نه شتون لويه ستونزه ده

دافغانستان په ولایتي روغتونونو کښې د طبي وسایلو نه شتون هغه ستونزه ده چې اکثره ناروغان له همدې له امله له ډیرو مشکلاتو سره مخامخیږي او حتا له یوه ولایت نه بل ولایت ته د لارې په اوږدو کې خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د افغانستان له غزني څخه زمونږ د خبريال د رپوټ له مخې په اکثرو دولتي او شخصي روغتونونو کښې نه یوازې د مسلکي ډاکټرانو نه شتون ، بلکې دطبې وسایلو کموالې هغه یوه ستونزه ده چې اوس هم لا تر سترګو کيږي .

د غزنی ولایت په ملکې روغتون کښې، د لومړې ځل لپاره د کبیره جراحۍ عملیاتو لړۍ په مجهزو طبي لوازمو او د مسلکې ډاکټرانو په شتون سره پیل شوه .

د غزني په ملکې روغتون کښې تیره شپه د مجربو او مسلکې ډاکټرانو په وسیله (۲۵) عملونه  چې پکښې (۱۳) تنه د اورتوپیډي ، (۵) تنه دسزارین سکشن او (۷) تنه بطني عمومي جراحۍ ناروغان شامل وو په بریالیتوب سره تر سره شول.

د غزنی ولایت د ملکې روغتون مشر باز محمد همت او د دغه ولايت نورواوسيدونکو  په دې روغتون کې دعمومي جراحي کبیره عملونو په اړه يو لړ معلومات ورکړي دي.

دیادولو وړ ده چې مخکې تر دې د امکاناتو نه شتون او غزنی ملکی روغتون د  دويمې درجې په مقام کې پاته کیدل یو علت ؤ چې یوازې خفیفه عملیاتونه ترسره کیدل خو وروسته له دې به په کې د صحي  خدماتو کچه پراخه وي.

 

ټیګونه

کمنټونه