Oct 10, 2019 17:29 Asia/Kabul
  • په لغمان ولایت کښې د ځانګړو افغان امنیتی ځواکونو په عملیاتوکښې عامه خلقو ته مرګ ژوبله رسیدلې ده.

د افغانستان د لغمان ولايت ځاي چارواکو په دغه ولايت کښې د افغان امنيتي ځواکونو د شپې په عملياتو کښې عامه خلقو ته د مرګ ژوبلې د رسېدو خبر ورکړےدے

دلغمان دولایتی شورا غړی عبدالعزیز وایي تیره شپه دملی امنیت اداری ځانګړو ځواکونوددی ولایت دالینګار ولسوالۍ اړوند دقلعټک په سیمه کی عملیات تر سره کړي چې پکښې د نوموړي په وینا درې تنه عامه وګړي د دغو ځواکونو له لورې د چړو په ګوزارونو وژل شوي او  دری تنه ژوبل شوي دي او یو تن هم دغو ځواکونو له ځان سره بیولې دے.

 نوموړي وائي دغه ټول له یوی مخی ملکی وګړي دي او له حکومت سره یی هیڅ ډول مخالف نه لاره بل پلو د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي وایی دا عملیات د دولت د وسله والو مخالفینو دځپلو په موخه تر سره شوي دي هغه ومنله چې دوي ته هم د ملکی وګړودمرګ ژوبلی راپور ورکړی شوے دے.  د والي ویاند وویل ولایتی ادارې د دې موضوع د څیړنی په موخه یو پلاوي ته دنده سپارلې چې د پلټنو پایلی به وروسته له رسنیو سره شریکی کړي  خواوشاه دوه میاشتی وړاندې په ورته عملیاتو کښې چې د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد په څلورمه ناحیه کښې تر سره شوي څلور وروڼه وژل شوي وو چې دغه پیښی خورا سخت غبرګونونه راوپارول  ولسمشر محمد اشرف ددغه عبرګونو په ځواب کې په ټول هیواد کې دملی امنیت ادارې دځانګړو ځواکونو په شپنیو عملیاتو بندیز ولګاوه او په یاده پېښه کښې دښکیلو کسانود محاکمه کولو حکم یی ورکړ.

 

ټیګونه

کمنټونه