Oct 13, 2019 05:20 Asia/Kabul
  • بهرنیو پوځیانو دوه نور ملکي افغانان ووژل

د افغانستان په کاپيسا ولایت کښې ځايي چارواکو وویل چې په دغه ولایت کښې د بهرنیو ځواکونو په شپنیو عملیاتو کښې دوه ملکي وګړي وژل شوې دي.

د افغانستان په ختیځ کښې د کاپيسا ولایت د پولیسو د قومندانۍ رسندوي دفتر پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل: بهرنیو ځواکونو تیره شپه په اله سای ولسوالۍ کښې د شپې مهال عملیات کړې دي.

دغه افغانستاني چارواکي زیاته کړه: د بهرنیو ځواکونو دغه شپني عملیات د اله سای ولسوالۍ په بازار او وکراج او پستوالي کلیو کښې ترسره شول شول چې د دوو ملکي وګړو له وژلو نه علاوه یې دوه نور ملکیان ژوندي هم ونیول.

د ویلو ده چې د افغانستان په ختیځ کښې په غیرپوځي اهدافو باندې د امریکې د ترهګرو ځواکونو هوايي بریدونه او د شپې مهال عملیات په یوې همیشنۍ لړۍ بدل شوې دي او تراوسه یې سلګونه تنه ملکي وګړي وژلې دي.

 

ټیګونه

کمنټونه