Oct 18, 2019 14:34 Asia/Kabul
  • په افغانستان کی طالبان او حکومتی عسکر یوه بل د مرګ ژوبلو اړولو ادعا کوی

په دې وروستیو کی د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کی د وسله والو مخالفینو او دولتی عسکرو ترمینځ نښتې زیاتی شوی دی

د افغان رسندویو له راپور سره سم د  افغانستان د فاریاب امنیتي سرچینې ادعای کوي چې په پاکونکیوعملیاتو کې یې لس کلي له طالبانو پاک کړي او ۲۱ طالبانو ته يې مرګ ژوبله اړولې؛ خو طالبان ددغې ادعا د رد ولوترڅنګ وایي چې ٢٣امنيتي عسکروته يې مرګ ژوبله اړولې ده .

له بلې خوا د افغانستان په لوګر کې هم  د ۱۴ طالبانو د وژل کېدو ادعا وشوه.

د افغانستان امنيتي مسولين ادعا کوي چې په تخار او لوګر ولايتونو کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو پر مهال د طالبانو د ماین چاودنو د مسوول په ګډون ١٤ وسله وال وژل شوي دي.

له بلې خو د هرات امنیتي مسوولین وایي چې ناپېژندو کسانو د دغه ولایت د ښاروالۍ دوه پولیس وژلي دي.

باوري سرچينې له اورزګان ولایته هم خبر ورکوی او ادعا کوی چی  د اروزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې لس امنيتي عسکروژل شوي او لس نور ټپيان دي .

په دې وروستیو کی د افغانستان په بیلا بیلو سیمو کی د وسله والو مخالفینو او دولتی عسکرو ترمینځ نښتې زیاتی شوی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه