Oct 18, 2019 15:02 Asia/Kabul
  • په افغانستان کی  د بایومیټرک څه د پاسه سل الې ورکې شوی دی

دا په داسې حال کې ده چې رحیمه ظریفي وايي، نن د ۲۳۰۰ قرنطی شویو بایومتریک دستګاو د ارزونې کار هم پیل شوی او تر دوه ورځو پورې به یې ارزونه بشپړه شي.

د تسنیم خبری  اژانس له راپور سره سم د افغانستان د ټاکنو کمېسیون وايي، دا مهال ترې د بایومتریک ۱۸۷ دستګاوې او ۴۹۵ د بایومتریک دستګاو میموري کارتونه ورک دي، خو وايي، دا ورک شوي شیان به د ټاکنو په پایلو کوم اغېز ونکړي.

 د کمېسیون غړې رحیمه ظریفي وايي، هڅې روانې دي چې دا میموري کارټونه  ژر پیدا شي.

دا په داسې حال کې ده چې رحیمه ظریفي وايي، نن د ۲۳۰۰ قرنطی شویو بایومتریک دستګاو  د ارزونې کار هم پیل شوی او تر دوه ورځو پورې به یې ارزونه بشپړه شي.

د بایومتریک الو د ورکیدا په هکله د کمیشن دغړیو څرګندونې په داسې حال کی دی چی ټاکل شوی ده سبا یعنی د اکتوبر په ۱۹ نیټه د انتخاباتو لومړنۍ پایلې اعلان شی .

 

ټیګونه

کمنټونه