Oct 18, 2019 15:20 Asia/Kabul
  •  اروپايي ټولنه ادعا کوی د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د اوربند هڅه کوو

دکوبیان په خبره، د طالبانو او امریکا د مذاکراتو دوام په افغانستان کې سوله تامینولی شي او په وینا یې چې اروپايي ټولنه هڅه کوي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ اوربند ته هم لاره برابره کړي

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رونالډ کوبیان د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د اوربند د اعلان غوښتنه کړې ده.

نوموړي نن د هرات اتم امنیتي کنفرانس ته په وینا کې همدا راز ټینګار کړی چې د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې اترې باید بیا له سره پیل شي.

دکوبیان په خبره، د طالبانو او امریکا د مذاکراتو دوام په افغانستان کې سوله تامینولی شي او په وینا یې چې اروپايي ټولنه هڅه کوي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ اوربند ته هم لاره برابره کړي

دا په داسې حال کې ده چې د هرات امنیتي کنفرانس نن جمعه د شلو هېوادونو د ډپلوماټانو، سیاستوالو او امنیتي کسانو په شتون کې پيل شوی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه