Oct 20, 2019 11:24 Asia/Kabul
  • د ننګرهار دشهیدانو د وینې بهول ددرست افغان ملت د وینې بهول دی

د ننګرهار ولایت د هسکې مینې د ځای پولیسو قوماندان امیر حمزه وئیلی دی ،دو ځان مرګو په دغه جومات حمله کړې چې په لومړنیو شیبو کې یو ځان مرګی تښتیدلی او دوهم هم دلمونځ ګوزارو په مینځ کې په ځان پورې تړلی چاودیدونکی مواد چاودولی چې دغه غمیزه ئې رامینځة کړې ده .داپه داسې حال کې دی چې د طالبانو یوه ویندوی ذبیح ا.. مجاهد دغه غمیزه په کلکه غندلې ده .

زمونږ خبریال راپورراکړ   دافغانستان  ولسمشر اشرف غنی  نن سهار وختی  د افغانتسان  د ننګرهار ولایت  دهسکه مینې په یوه جومات کې د لمونځ ګوزارو په مینځ کې د غیر انسانی او وحشی تکفیری ترهه ګرو  د جنایت د قربانیانو له خپلو خپلوانو سره دخواخوږۍ  اوغمرازۍ  لپاره دغې ولسوالۍ ته تللی او د شهیدانو له خپلوانو سره ئې لیده کاته کړی او  وئیلی ئې دی ، د هسکې مینې د شهیدانو د  وینې بهول د درست افغان ملت  د وینې بهول دی ، البته په دغه جنایت سره وحشی ترهه ګرو وښودله چې  هیڅ اصول او انسانیّت ته قایل نه دی .

Image Caption

 

 وروستی راپورونه ښئ  چې   د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په یوه کلی کې د تیرې جمعې ورځې د  بوږنونکی چاودنې د قربانیانو شمیر چې د لمونځ ګوزارو په مینځ کې  ئې کړې ، اویاؤ شهیدانو ته رسیدلی  او وئیل کیږی ، چې ځینی نور ټپیان هم مرګی حاله دی .

دافغانستان  د ولسمشرۍ  ویندوی صدیق صدیقی وئیلی دی د سپړنو او څیړنو لپاره ئې ځانګړی پلاوی هم ننګرهار ولایت ته لیږدولی څو په دې اړه سملاسی پلټنې او څیړنې وکړی .

ددغه جنایت پړه د خبر ترمخابیره کیدا پورې کومې جنایتکارې ډلې په غاړه نه ده اخستې البته د  ننګرهار ولایت د هسکې مینې د ځای پولیسو قوماندان  امیر حمزه وئیلی دی ،دو ځان مرګو په دغه جومات حمله کړې چې په لومړنیو شیبو کې یو ځان مرګی تښتیدلی او دوهم هم دلمونځ ګوزارو په مینځ کې په ځان پورې تړلی چاودیدونکی مواد چاودولی چې دغه غمیزه ئې رامینځة کړې ده .داپه داسې حال کې دی چې  د طالبانو یوه ویندوی ذبیح ا.. مجاهد دغه غمیزه په کلکه غندلې ده .  

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه