Oct 21, 2019 11:06 Asia/Kabul
  • د امریکې دفاع وزیر د افغانستان له ولسمشر سره وکتل

د امریکې دفاع وزیر کابل ته په سفر کښې د افغانستان له ولسمشر سره ملاقات وکړ او د امنیتي، سیمه ایزو او نړیوالو مسائلو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.

د ایرنا د خبر له مخې مارک اسپر Mark Esper له افغان ولسمشر اشرف غني سره په خپلې بیګانۍ کتنې کښې مدعي شو چې د طالبانو په شمول وسله والو ډلو په ځپنه کښې له افغان پوځي ځواکونو سره د امریکې مرستې ډیرې موثرې وې.

په عین حال کښې د افغانستان ولسمشر اشرف غني ټینګار وکړ چې له اداري فساد سره په مبارزې او د ستمبر د اتویشتمې نیټې د ولسمشریزو انتخاباتو په ترسره کولو کښې د حکومت اقدامات بریالي وو.

د امریکې دفاع مارک اسپر پرون په یو ناڅاپه سفر کښې کابل ته لاړ او په افغانستان کښې د امریکې له پوځي قومندان سره یې هم وکتل.

د طالبانو په ځپنه کښې د افغانستان له امنیتي ځواکونو سره د واشنګټن د مرستو په هکله د امریکې د دفاع وزیر ادعا په داسې حال کښې ده چې له ۲۰۰۱ کال راهیسې په افغانستان کښې د امریکايي پوځیانو د شتون دې اتلسو کلونو کښې دغه هیواد نه یوازې امنیت او ارامښت نه دی لرلی بلکې ناامني او ملکي وګړو وژله هم زیاته شوې ده.

 

 

ټیګونه

کمنټونه