Oct 21, 2019 15:20 Asia/Kabul
  • د غزني ولایت په ګيرو ولسوالۍ کښې پنځه وسله وال طالبان وژل شوي

افغان ځانګړو ځواکونو دغزني د ګیرو ولسوالی په اړندو کې ۵ تنه طالبان وژلي او د هم دې ولایت د جغتو په ولسوالۍ کښې طالبانو یوتن قومی مشر وژلی دی.

له غزني څخه زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د دغه ولایت سیمه ایز چارواکي وایي، تیره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د غزني ولايت د ګيرو ولسوالۍ اړوندو کې عمليات ترسره کړي چې په ترڅ کې يې پنځه (5) طالب وسله وال وژل شوي او د هغوى درې(3) عرادي موټرسايکلونه او يوه انداﺯه مهمات له منځه وړل شوي دي.

په يادو عملياتو کې امنيتي ځواکونو او ملکي کسانو ته ﺯيان ندى اوښتى.

بل خوا وسله والو طالبانو تيره شپه شاوخوا (8:00) بجې د غزني ولايت د جغتو واسوالۍ په احمدا کلي کې يو تن جهادي قومندان، جعفر هم وژلی.

جعفر مخکښې د جهادي قومندانانو له ډلي څخه وو په وروستيو دوو لسيزو کې يې هيڅ راﺯ دولتي فعاليت نه درلود او د خپلو ځمکو د کرکيلي ترڅنګ يې د ولسي شخړو په حل او فصل کې رغنده، ونډه درلوده.

خو طالب ډلې د دې دواړو خبرونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلې.

 

 

ټیګونه

کمنټونه