Oct 22, 2019 07:51 Asia/Kabul
  • افغانستان کښې د ملکي وګړو وژله زیاته شوې

له طالبانو سره د صلحې له خبرو د امریکې له وتلو سره هم مهاله د افغان ملکیانو وژله هم زیاته شوې ده.

د افغانستان د بشري حقوقو د کمیشن مرستیال په قطر کښې له طالب ډلې سره تش د نامې صلحې له مذاکراتو د امریکې له وتلو سره په یو وخت د افغان ښځو او ماشومانو د وژلې د زیاتیدو خبر ورکړ.

محمد نعیم نظري په کابل کښې یوه خبري  غونډه کښې په افغانستان کښې پر امریکايي پوځیانو د حملو په پلمه د امریکې او طالب ډلې ترمینځ د خبرو اترو بندیدو ته په اشارې سره وویل: د روان کال په وړومبیو شپږو میاشتو کښې د نښتو، چاودنو او ترهګرو بریدونو له امله څه باندې ۱ زر او ۶۰۰ افغان ماشومان مړه او ژوبل شوې دي چې د تیر کال د ورته مودې په پرتله په کښې ۲۶ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

د افغانستان د بشري حقوقو د کمیشن مرستیال زیاته کړه: د روان کال په وړومبیو شپږو میاشتو کښې ۵۷۸ افغان میرمنې هم وژل شوې یا زخمي شوې دي چې دا اندازه هم د تیر کال د ورته مودې په نسبت ۱۶ فیصدي زیاتوالی ښئي.

محمد نعیم نظري هم داشان د روان کال په اولو شپږو میاشتو کښې د ټولو وژل شویو افغان ملکیانو شمیر ۱ زر او ۶ سوه ۱۱ تنه اعلان کړ او په دې موده کښې له ۴ زره ۸ سوو زیات ملکي وګړي زخمي شوې هم دي.

 

ټیګونه

کمنټونه