Oct 22, 2019 12:37 Asia/Kabul
  • د افغانستان نیمایي خاوره د طالبانو په لاس کې ده.
    د افغانستان نیمایي خاوره د طالبانو په لاس کې ده.

زمونږ خبریال وایی دافغانستان پخوانی ولسمشر د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ په جومات کښې بم چاودنه وغندله .

 دافغانستان پخوانی ولسمشر په یوه (۱) مرکه کې ویلی څو کاله مخکې د داعش ډلې  د شینوارو خلک ووژل، بې عزته یې کړل او له کورونو یې وشړل خو حکومت هېڅ اقدام ونه کړ.

 د نوموړی په خبره، کله چې د سیمې خلک د داعش پر خلاف راټول شول،  نو امریکا پرې هوایی بریدونه وکړل او ویې وژل.

حامد کرزی وایی زما په نظر  د امریکا او داعش ترمنځ توپیر نه شته، ځکه د نوموړی په خبره، امریکایانو داعش ته اجازه ورکړه چې افغانستان ته راشی. پخوانی ولسمشر وایی چې امریکا له داعش سره د مبارزې په نامه په ننګرهار کې د بمونو مور استعمال کړه خو داعش ډله  لا هم پیاوړی شوه .

دافغانستان پخوانی ولسمشر کرزی  همداراز ټینګار کوی چې په اوسنی شکل په افغانستان کې د امریکا حضور د  کابل  په ګټه نه دی.

 کرزی همداراز په دغه مرکه کې ویلی چې د افغانستان نیمایی خاوره د طالبانو په لاس کې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېره جمعه د ننګرهار د هسکې مېنې ولسوالۍ په یوه(1) جومات کې چاودنې کابو اته نوی (۹۸) ووژل او ۶۰ کسان یې ټپیان کړی وو .

 

ټیګونه

کمنټونه