Oct 22, 2019 15:26 Asia/Kabul
  • له افغانستان سره د پاکستان په سرحدي سیمو کښې د اسلام اباد لخوا د سرحدي دیوال جوړول د  نښتو یو(۱) علت دی .
    له افغانستان سره د پاکستان په سرحدي سیمو کښې د اسلام اباد لخوا د سرحدي دیوال جوړول د نښتو یو(۱) علت دی .

تسنیم خبری اژانس وایی د قندهار د پولیسو د ویاند مرستیال «عبدالبصیر خاکسار» په دغه ولایت کښې د افغانستان په څو سرحدی پوستو د پاکستان د عسکرو د برید خبر ورکړ .

هغه وویل له دغه برید وروسته د افغانستان سرحدی ځواکونه په «سپین بولدک» سیمه کښې د پاکستان له پوځیانو سره ونښتل .

دافغانستان امنیتی سرچینو وویل چې په دغو نښتو کښې د پاکستان اته (۸) پوځیان ووژل شول او یوشمیر نور هم ژوبل شول .

په تیرو څو میاشتو کښې د پاکستان او دافغانستان پوځیانو په سرحدی سیمو کښې په ځلونو له یوبل جنګونه کړی دی .

له افغانستان سره د پاکستان په سرحدی سیمو کښې د اسلام اباد لخوا د سرحدی دیوال جوړول د دغو نښتو یو(۱) علت دی .

 

ټیګونه

کمنټونه