Nov 09, 2019 05:57 Asia/Kabul
  • په افغانستان کښې په تېرو پينځو کلونو کښې ۲۲۵ رسنې وتړلې شوې

په افغانستان کښې له ازادو رسنيو څخه د ملاتړ د ادارې اجرائي مشر وويل، په تېرو پينځو کلونو کښې په دغه هېواد کښې د مالي مشکلاتو او يا امنيتي مسائلو په وجه ۲۲۵ رسنې تړلې شوې دي.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې مجيب خلوتګر پرون وويل، دغه رسنې په کابل، پروان، بدخشان، پکتيا، پکتيکا، لوګر، قندوز، زابل، بلخ، هرات او لوګر کښې فعالې وې چې وتړلې شوې.

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزارت د نشرياتو مشر جعفر راستين هم په دې ړه وويل، په دغه هېواد کښې د رسنيو د فعاليت پاليسي په دا ډول ده چې هره رسنه پکار دي له خپلو سرچينو د استفادې وس ولري او خپل فعاليت ته دوام ورکړي، ګنې د خپلو فعاليتونو بندولو ته به مجبورې وي.

همدارنګ له ۲۰۰۱ کال نه تر اوسه په افغانستان کښې له سلو زيات خبريالان او رسانه اي کارکونکي وژل شوي دي.

افغانستان د عراق او سوريې په شان د خبريالانو او رسانه اي فعالانو لپاره يو تر ټولو خطرناک هېواد دے.

 

ټیګونه

کمنټونه