Nov 11, 2019 15:11 Asia/Kabul
  • په پکتیا ولایت کښې درې طالب مشران وژل شوی

زمونږ خبریال وایی د افغانستان په جنوب ختیځ کښې په «پکتیا »ولایت کښې د حکومتی عسکرو په هوایی برید کښې د طالبانو درې (۳) مشران ووژل شول .

د پکتیا والی وویل د «مولوی میرزا جان»په شمول د طالبانو دغه درې(۳) مشران پرون په «اریوب ځاځی» ولسوالۍ کښې د حکومتی عسکرو په هوایی حملې کښې وژل شوی دی .

بل خبر دا چې د طالبانو څلور (۴) غړی چې پاکستانیان وو په پکتیا ولایت کښې له ځان سره د وړونکی  ماین د چاودیدا له کبله ووژل شول .

د افغانستان په شمال کښې د قندوز ولایت چارواکو هم وویل د دغه ولایت په علی اباد ولسوالۍ کښې د ماین د چاودیدا له کبله دوه (۲) طالبان ووژل شول او درې(۳) نور ژوبل شول .

بل خبر دا چې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست مسعود اندرابی  په ننګرهار ولایت کښې د داعش ډلې د ماتی  د خوړلو خبر ورکړ .

هغه پرون د ننګرهار ولایت د پولیسو د نوی قوماندان د معرفی کولو په مراسمو کښې وویل «اچین »ولسوالۍ په کامل ډول د داعش ترهګرې ډلې له وجود څخه پاکه شوی ده .

مسعود اندرابی په دې خبرې سره چې اچین ولسوالۍ په ننګرهار ولایت کښې د داعش ترهګرې ډلې اصلی او مهم مرکز دی زیاته کړه دغه ماتی خوړلی ډلې په تیرو څو کلونو کښې په دغه ولایت کښې خونړۍ حملې پلان کړی وې .

 

ټیګونه

کمنټونه