Nov 12, 2019 14:04 Asia/Kabul
  • د جوزجان د درزاب د بېرته نیولو په هدف عملیات پیل شوي

د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي وویل چې په دې عملیاتو کې د تېرې ورځې تر ناوخته پورې درې کلي پاک شوي دي.

دافغان رسندویو له راپور سره سم د  جوزجان چارواکي، د درزاب ولسوالۍ د بېرته نیولو په هدف د افغان ځواکونو د عملیاتو د پیل خبر ورکړ.

د جوزجان والي لطف‌الله عزیزي وویل چې په دې عملیاتو کې د تېرې ورځې تر ناوخته پورې درې کلي پاک شوي دي.

نوموړي زیاته کړه: "عملیات له انتن تپې څخه د ولسوالۍ د مرکز په لوري چې درې کیلومتره فاصله لري پیل شول، په دې سیمه کې چې مرکز درزاب ته تللې په بشپړ ډول ماینونه خښ شوي دي، سیمه غرنۍ هم ده نو له همدې کبله د سیمې د تصفیې چارې ورو پر مخ ځي."

نوموړي وویل چې طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو دقیقه شمېره‌یې یاده نه‌کړه.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

 

ټیګونه

کمنټونه