په لوګر کې د بهرنیو ځواکونو پرکاروان ځانمرګی برید شوی
Nov 12, 2019 15:38 Asia/Kabul
په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان عبدالمتین حسن خېل افغان رسندویو ته وویل، چې په یاد برید کې د ځانمرګي بریدګر له وژل کېدو پرته نورو ملکي او پوځی کسانو ته تلفات نه دي اوښتي.
د افغانستان د لوګر امنیتي چارواکي وایي، نن د پل علم اړوند د شېنګ کمپ په سیمه کې د بهرنیو ځواکونو پر کاروان ځانمرګی برید شوی.
په لوګر کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان عبدالمتین حسن خېل افغان رسندویو ته وویل، چې په یاد برید کې د ځانمرګي بریدګر له وژل کېدو پرته نورو ملکي او پوځی کسانو ته تلفات نه دي اوښتي.
تر اوسه وسله والو طالبانو او کومې بلې مخالفې ډلې د دې برید مسؤلیت او په برید کې اوښتو تلفاتو په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.