Nov 13, 2019 05:43 Asia/Kabul
  • د انتخاباتو کمیشن په خبري غونډه کښې شخړه شوې

د غړو ترمنیځ داخلي اختلافاتو او لفظي شخړې د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن خبري غونډه نیمګړې پاتې کړه.

تسنیم خبري آژانس لیکلې دي چې د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن ننی خبري غونډه د ملګرو ملتو د نمایندګۍ دفتر (یوناما) د رپورټ په وړاندې د دغه کمیشن د جګ پوړي غړي مولانا عبدا... په دفاع سره پيل شوه.

د ویلو ده چې وړمه ورځ یوناما د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن مشرې حوا علم نورستاني ته په یو رپورټ کښې ویلې وو چې مولانا عبدا... د دغه کمیشن د لړم د څوارلسمې په غونډې کښې د انتخاباتو د کمیشن د اطلاعاتو د مرکز مشر  علي بشیر ګواښلی او د هغه د قوم او مذهب سپکاوی یې هم کړی و.

په دې وروستیو کښې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د رایو بیاشمیرنې ستره لانجه جوړه کړې ده.

 

ټیګونه

کمنټونه