Nov 15, 2019 06:06 Asia/Kabul
  • د انتخاباتو کمیشن د ابتدايي پایلو د اعلان په ځنډیدو کښې ګرم نه دی

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیشن د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو د ځنډ پړه د یو شمېر نوماندانو، له کمیشن سره پر همکارو کمپنیو او ځینو نورو بنسټونو اچوي.

د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن یو ویاند ذبیح‌الله سادات پرون رسنیو ته وویل: "د خلکو اندېښنې پر ځای دي او حق لري چې انتقاد وکړي، خو بل اړخ ته که وګورئ، موږ په دې انتخاباتو کې ټکنالوژي وکاروله د دې لپاره اړونده کمپني معرفي شوې وه. که هغه کمپني خپل مسؤلیتونه پر وخت نه‌شي ترسره کولې یا هم د کاندیدانو له لورې پوره همکاري نه‌کېږي او د پروسې پر وړاندې خنډ جوړېږي؛ نو دا د کمیشن نیمګړتیا نه، بلکې د هغو ارګانونو نیمګړتیا ده چې په لوی لاس غواړي دا پروسه نوره هم وځنډېږي."

د ویلو ده چې د کابل یو شمېر ښاریانو اندېښنه ښودلې چې د انتخاباتو کمیشن ورځ تر بلې د پایلو ځنډولو سره د خلکو باور زیانمنوي.

دا دوهم ځل دی چې د ولسمشرۍ انتخاباتو د لومړنیو پایلو اعلان ځنډېږي .

په پام کې وه دغه پایلې د میزان یا تلې د میاشتې په ۲۷مه اعلان شي، خو د تخنیکي ستونزو له امله د روانې عقرب یعنې لړم ۲۳مې ته وځنډېدې.

 

ټیګونه

کمنټونه