Nov 16, 2019 12:46 Asia/Kabul
  • ملګري ملتونه دې د انتخاباتو په چارو کښې لاسوهنه نه کوي

د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیدانو شورا په یوې نیوکې کښې د انتخاباتو د کمیشن په چارو کښې په کابل کښې د ملګرو ملتو د نماینده دفتر د لاسوهنې خبر ورکړ.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ولسمشریزو انتخاباتو د کاندیدانو شورا نن په کابل کښې د ملګرو ملتو د نمایندګۍ له دفتر (یوناما) وغوښتل چې د دې هیواد د ټاکنو په چارو کښې دخالت ونه کړي.

هم داشان په افغانستان کښې د یوناما دفتر د لاسوهنو د غبرګون په دوام کښې د دغه هیواد د مشرانو جرګې غړي ګل احمد اعظمي هم له ملګرو ملتو وغوښتل چې په دې لړ کښې بې پرې او بې طرفه عمل وکړي.

د عبد ا... عبد ا... د انتخاباتي ټیم دویم مرستیال اسد ا... سعادتي هم د خپل هیواد د انتخاباتو په چارو کښې د ملګرو ملتو د نماینده دفتر په لاسوهنې نیوکه وکړه.

له بلې خوا کابل کښې د ملګرو ملتو دفتر د افغانستان د انتخاباتو د کمیشن په چارو کښې د خپلې لاسوهنې د خبر په دروغ بللو سره ویلي چې بې پلوه دی او د هیڅ کومې خاصې سیاسي ډلې ملاتړ نه کوي.

 

ټیګونه

کمنټونه