Nov 16, 2019 14:49 Asia/Kabul
  • ننګرهار کښې د داعشیانو د تسلیمیدو لړۍ روانه ده

ننګرهار کښې د وروستۍ تازه تسلیم شوې داعش وسله والي ډلې او دهغوې د کورنیو د غړو سره د تسلیم شویو داعشیانو شمیر له شپږو سوو تنو واوښته.

له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار د والي د ویندوی له دفتره په خپره شوی خبر پاڼه کې راغلي چې تیره ورځ ددی ولایت داچین په ولسوالۍ کي یو اویا تنه داعش وسله والو او هغوې د کورنیو ۱۷۰ تنه غړي امنیتی ځواکونو ته تسلیم شول په خبر پاڼه کې ویل شوي چې دغو تسلیم شویو داعش وسله والو خپلی اوه شپیته میله وسلې .دری پآی مخابری  زیاته اندازه لاسی بمونه او مهمات او همدارنګه دوه موټر سایکلونه هم امنیتی ځواکونو ته وسپارل . ددفاع وزارت له لورې په خپرو شویو تازه معلوماتو کي ویل شوي چې ددغه ډلی په تسلیمیدو سره دننګرهار په اچین ولسوالي کې دتیرو دوه اونیو په موده کې امنیتی ځواکونو ته دداعش وسله والو او دهغوی د کورنیو د غړو شمیر شپږ سوه پنځلس تنو ته ورسید.

د ننګرهار د والي ویاند له دفتره په خپره شوی خبرپاڼه کې همدا راز ویل شوي چې د ملي اردو ځواکونو په اچین ولسوالۍ کې د روانو عملیاتو په دوران کې په داعش وسله والې ډلی پورې تړلی دماین جوړولو یو مرکز او دری عرادی سوزوکي موټر چې دځانمرګو بریدونو تر سره کولو لپاره ترې کار اخیسته له دوه موټر سایکلونو سره یوځای تر لاسه کړي دي دخبر پاڼې په وینا چې نیولو شویو چاودیدونکو توکیو ته په سیمه له کوم زیان پرته چاودنه ورکول شویده

 

ټیګونه

کمنټونه