Nov 17, 2019 14:18 Asia/Kabul
  • د ننګرهارپه دوولسوالیو کې ۷۲ نور داعشیان تسلیم شول

دافغانستان دفاع وزارت اعلان وکړ چې وروستیو دوه اوونیو کې ورته د تسلیم شویو داعشیانو شمېر ۶۱۵ تنو ته رسېدلی دی.

 

 زمونږ خبریال راپور راکوی د افغانستان د  ننګرهار ځايي چارواکو ویلي، چې د ننګرهار په اچین او هسکې مېنې ولسوالس کې ۷۲ نور داعشی ترهه گرتسلیم شوي دي.

د اچین ولسوال عاشق الله سادات وايي، د شنبې په ورځ ناوخته ورته ۶۹ داعش جنګیالي له ۷۶ مېرمنو او ۹۶ ماشومانو سره یو ځای تسلیم شوي دي.

همدا راز د هسکې مېنې ولسوال رضوان الله بشرمل هم وايي چې په دې ولسوالۍ کې درې مهم داعشیان د شنبې په ورځ افغان ځواکونو ته تسلیم شوي دي او وسلې یې هم افغان ځواکونو ته سپارلې دي.

افغان چارواکي وايي چې په راتلونکو ورځو کې به یو لوی شمېر نور داعشیان هم ورته تسلیم شي، په داسې حال کې چې تېره ورځ  د دافغانستان دفاع وزارت اعلان وکړ چې وروستیو دوه اوونیو کې ورته د تسلیم شویو داعشیانو شمېر ۶۱۵ تنو ته رسېدلی دی.

 افغان ځواکونو له تېرو دوه اوونیو راهیسې په اچین کې داعش ډلې پر ضد ځپونکي عملیات پیل کړي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه