Nov 17, 2019 15:14 Asia/Kabul
  • د ننګرهار د کرنې رئیس په یوه ټرافیکي پېښه کې وژل شوی

د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، انجنیر نصرت نن سهار د کابل – جلال اباد پر لاره سرخکان سیمه کې ټکر کړی دی.

د ننګرهار د کرنې رئیس سمیع الله نصرت نن سهار په یوه ټرافیکي پېښه کې ژوند بایللی.

 د ننګرهار د  والي ویاند عطا الله خوږیاڼی وايي، انجنیر نصرت نن سهار د کابل – جلال اباد پر لاره سرخکان سیمه کې ټکر کړی دی.

 بلخوا د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي هم د ننګرهار د کرنې د رئیس مړینه تایید کړې ده.

 انجنیر نصرت تر دې وړاندې په خوست او زابل کې دنده ترسره کړې وه.

 

ټیګونه

کمنټونه