Dec 01, 2019 01:00 Asia/Kabul
  • وحید مژده د افغانستان حکومتی چارواکو وژلی

زمونږ خبریال وایی د افغانستان د سیاسی مسائیلو یوه (۱) کارپیژاند اسد الله وحیدی چې ځان په سیاسی شننو کښې د وحیده مژده همفکره ګڼی ویلی دی چې د دغه هیواد د سیاسی چارو کارپیژاند او تکړه لیکوال وحید مژده په حکومت کښې یوشمیر کړیو وژلی دی .

هغه په دې زمینه کښې د افغانستان د حکومت د کوم چارواکی نوم ته اشاره ونکړه خو ویې ویل څه موده مخکې د افغانستان ځینو حکومتی چارواکو وحید مژده ته د مرګ ګواښ کړی وو .

د افغانستان د سیاسی چارو کارپیژاند اسد الله وحیدی وویل په حکومت کښې یوشمیر معلومو کسانو ته مونږ ته وویل چې تاسو باید له هیواد څخه ووځئ یا غلی کینئ ګڼی وبه وژل شئ .

ولی الله شاهین چې د سیاسی مسائیلو د شناندې په توګه د افغانستان په کورنیو رسنیو کښې  خبرې کوی وایی د حکومت  ځینې چارواکی د سیاسی چارو د کارپیژاند وحید مژده په وژلې کښې لاس لری .

د افغانستان یوه(۱) بل لیکوال عصمت قانع هم وویل وحید مژده پینځه (۵)ورځې مخکې په ټیلی ویژن باندې د یوه(۱) بحث په وخت ماته ویلی وو چې ورته د مرګ ګواښ شوی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه