Dec 06, 2019 15:19 Asia/Kabul
  • په کندوز کې طالبانو۱۱ افغان امنیتی ماموران وژلی

طالبانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی ،په امام صاحب ولسوالۍ کې ئې په دغو نښتو کې د یوه قوماندان پشمول څوارلس امنیتی ماموران وژلی او یو شمیر ئې نور هم ټپیان کړی او پنځه ماموران ئې ژوندی نیولی دی .

تسنیم خبری آژانس راپورورکړی ،د افغانستان امنیتی سرچینو نن دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئیلی دی،د کندوز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د طالبانو او امنیتی ځواک  په سختې نښتې کې چې بیګاپر امنیتی پستو د طالبانو دحملو په وخت شوی،ددغه ځواک د یوه قوماندان محمد ظاهر  سره د لسو مامورانو  وژل شوی دی .  

په راپور کې وئیل شوی دی،په دغې نښتې کې درې طالبان هم وژل شوی دی.

په عین حال کې د کندوز د والی ویندوی عصمت ا....مرادی هم  رسنیو ته  په خبرو کې په  امام صاحب ولسوالۍ کې  بیګانۍنښتې تاییدکړی او وئیلی ئې دی ،  په دغې نښتې کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبلې اوښتی خو تر دې ډمه ئې کره معلومات نشته .خو طالبانو دیوېاعلامیې په خپرولو سره  وئیلی دی طالبانو په امام صاحب ولسوالۍ کې په دغو نښتو کې دیوه قوماندان پشمول څوارلس  امنیتی ماموران وژلی او یو شمیر ئې نور  هم ټپیان کړی او پنځه ماموران  ئې ژوندی نیولی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه