Dec 06, 2019 16:32 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشرۍد انتخاباتو نتیجې به حتما اعلان کړی

د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات د تیر ستمبر په اته ویشتمه نیټه ترسره شوی دی ، خو لومړنۍ نتیجې ئې د ځینو تخنیکی نیمګړتیاؤ له امله درې ځله ځنډیدو وروسته تر دې دمه نه دی اعلان شوی .

 د افغانستان آریانانیوز خبری چینل  راپورورکړی،  د افغانستان د انتخاباتو خپلواکه کمیشن مشرې میرمن حواعلم نورستانی  دانتخاباتو  درایو له بیا شمیرنې سره د دغه هیواد  د ولسمشرۍ د انتخاباتو  د ځینو ټیمونو  مخالفت ته په اشارې سره  وئیلی دی ، که  د اوو پاتې ولایتونو د رایو بیرته شمیرنې  مخنیوی وشی ،نو دغه کمیشن  به د انتخاباتو  لومړنۍ نتیجې  اعلان کړی .

 میرمن نورستانی  د اوو ولایتونو  او دغه راز د  مخالفت کونکو ټیمونو دقیقو نامو ته له اشارې پرته  زیاته کړې ، اعتراض کونکی ټیمونه باید د رایو دبشپړ شمیرلو لپاره  له دغه کمیشن سره ملګرتیا وکړی .

 د افغانستان د  ولسمشرۍ انتخابات د تیر ستمبر په اته ویشتمه نیټه ترسره شوی دی ، خو  لومړنۍ نتیجې ئې  د ځینو تخنیکی نیمګړتیاؤ  له امله   درې ځله ځنډیدو وروسته  تر دې دمه  نه دی اعلان شوی .

 

کمنټونه