Dec 08, 2019 12:24 Asia/Kabul
  • دافغانستان سفیرپه اسلام اباد کښې  وړیا کتابونه وویشل

زمونږ خبریال وایی د افغانستان اسلامی جمهوریت لوی سفارت اړوند د کډوالو او بېرته ستنېدوونکو چارو أتشې په نوښت، د معارف او ښونې چارو نماینده په همکارۍ د خیریه مؤسسې په مالی مرسته په اسلام آباد او راولپنډی کې افغان ښونځیو زده کوونکو ته په وړیا ډول کتابونه وویشل چې په دې ترڅ کې د افغانستان لوی سفیر په اسلام آباد کې د ملالۍ او استقلال لېسو زده کوونکو ته په خپل لاس دغه کتابونه وویشل.

دغه کتابونه په ملالۍ او استقلال لېسو کې د لومړی ځل لپاره د ا.ا.ج لوی سفیر له لوری کتابونه وویشل شول.

 په دغه پرتمینه غونډه کې چې د دغو ښونځیو په انګړ کې نیول شوې وه په اسلام آباد کې د افغانستان لوی سفیر، ډیپلوماتان، د کډوالو او ستنېدوونکو چارو أتشې رئیس، دمعارف او ښوونې نماینده او یو لړ نورو ښوونکو او زده کوونکو ګډون وکړ چې د افغان کډوالو او زده کوونکو له لوری په شانداره مراسمو کې دغه لړۍ بشپړه شوه.

Image Caption

 

 

ټیګونه

کمنټونه