Dec 09, 2019 15:07 Asia/Kabul
  • افغانستان د پاکستان د الوتکې مخه ونیوله

زمونږ خبریال وایی د افغانستان حکومتی چارواکو له کوم دلیل ورښودلو پرته د پاکستان د حکومتی هوایی شرکت پی ایی ای (PIA) الوتکې ته اجازه ورنکړه چې د کابل په هوایی ډګر کښې له لوې رن وې ( runway)څخه الوت وکړی .

ویل کیږی چې د پاکستان حکومتی هوایی شرکت پی ایی ای الوتکه چې یوسل دوه شپیته (۱۶۲) مسافر پکښې ناست دی د کابل په هوایی ډګر کښې ولاړه ده او ټول مسافران د الوتکې دننه ناست دی .

راپورونه وایی چې د کابل په هوایی ډګر کښې د نورو هیوادونو مسافر وړونکی الوتکې له معمول سره سم الوتونه کوی خو دپاکستان الوتکې ته د تلو اجازه نه ورکول کیږی .

د  ویلو ده چې د پاکستان پی ایی ای الوتکه له کابل څخه اسلام اباد ته  تلونکی وه .

 

ټیګونه

کمنټونه