Dec 09, 2019 16:07 Asia/Kabul
  • په استنبول کې د اسیا زړه د اتم کانفرنس پیلیدا

په افغانستان کې د امنیت او سولې لپاره دغه کانفرنس کومه محسوسه بریا نده درلودلی .

 

د اسیا د زړه اتم کانفرنس د سولې ، ملګرتیا او هوساینې په عنوان سره د نومبر په نهمه د ترکیې په استنبول کې د اسلامی ایران د خارجه وزیر ښاغلی محمد جواد ظریف په شتون سره خپل کار پیل کړ .

د اسیا د زړه کانفرنس چی د استنبول په بهیر هم مشهور دې  ، باور جوړونه ، له نشه ایزو موادو او ترهه ګرۍ سره د مبارزې په برخه کی د ګډو فعالیتونو غږملول او ملګرتیا ، د سیمه ایز تجارت پراختیا او د غړیو هیوادونو متقابله پانګونه د دغه کانفرنس په هدفونو کې شامل دی . دغو هدفونو ته په پام سره په استنبول کی د دغه کانفرنس د غړیو هیوادونو د غونډې ترسره کول باید زیاد مهم وبلل شی .

د اسیا زړه کانفرنس ۱۴ غړی لری . دغه هیوادونه ټول له افغانستان سره ګډه پوله لری او یا د دغه هیواد په مسلو کې یو ډول ګټه درلودونکی دی . په دغو هیوادونو کې ایران ، ترکیه ، چین ، پاکستان ، هند ، روسیه ، اذربایجان جمهوریت ، قزاقستان ، قرقیزستان ، تاجیکستان  ، ترکمنستان ، عربستان او امارات شامل دی . په عین حال کی انګلستان ، امریکا ، جرمنی ، عراق ، ایټالیا ، کاناډا ، ډنمارک ، اسټرالیا ، مصر ، فرانسه ، فنلینډ ، ناروې ، هالینډ ، سویډن ، جاپان هم د اسیا زړه کانفرنس ملاتړی هیوادونه دی .څو نړیوالو او سیمه ایز و ادارو او موسسو هم له هغه ملاتړ کړی دی . کارپیژاندو د اسیا زړه کانفرنس د جوړولو د هدفونو په اړه  بیلا بیلې لیدتوګې مطرح کړی دی . ځینې کارپیژاندی د داسې کانفرنس ترسره کول د ترهه ګرو فعالیتونو د مخنیوی اود سیمې د امنیت په تامینولو کې مهم بولی . په داسې حال کی چی ځینې کارپیژاندی هم باوری دی د دغه کانفرنس پخوانیو غونډو هیڅ مثبته بریا نده درلودلی .

د بیلګې په توګه د افغانستان د سیاسی مسلو کارپیژاندې شاه جهان فضیلت  نوموړې کانفرنس د ترهه ګرۍ او ګډو ګواښونو پرضد د سیمه ایزې مبارزې لپاره مهم بولی . د دغه افغان کار پیژاندی په وینا د دغه کانفرنس په چوکاټ کې به غړی هیوادونه په تیره بیا د افغانستان ګاونډیان یو ځل بیا د ترهه ګرۍ پرضد خپله ژمنه اعلان کړی . په همدې دلیل د اسیا د زړه کانفرنس په ترسره کیدا سره د ترهه ګرۍ د جرړه ویستلو او په افغانستان کی د ترهه ګرو د پټنځایونو د له مینځه وړلو لپاره مثبت ګام پورته کیږی .

په عین حال  کې ځینې  نور کارپیژاندی بیا د نوموړی کانفرنس په اړه نور څه وایی . د افغانستان یو کارپیژاندې سید فاضل محجوب وایی ، په افغانستان کې د امنیت او سولې لپاره دغه کانفرنس کومه محسوسه بریا نده درلودلی .

د اسیا د زړه کانفرنس د بریالیتوب یا ماتې په زمینه کې له موافقو او مخالفو نظرونو او لیدتوګوسره سره باید ووایو د هغوهیوادونو د یوه بل په څنګ کې راتلل چی په عمل کی له یوه بل سره متضاد سیاستونه ، لیدتوګې او ګټې لری ،پخپله یوه مهمه بریا بلل کیږی . په دې زمینه کی په تیره بیا د افغانستان لپاره چی د دغه کانفرنس اصلی چورلیز  بلل کیږی ، همدغه یو اقدام یوه مثبته او رغنده نتیجه ده . په تیره بیا دا چی له نورو ګډون کونکیو هیوادونو سره د افغانستان د سیاستوالانو سلاو مشورې به د یوه بهیر په توګه د دغه هیواد لپاره مینځ او اوږدمهاله مثبتې پایلې ولرلې شی .

پای

 

 

 

 

ټیګونه

کمنټونه