Dec 10, 2019 07:44 Asia/Kabul
  • له افغانستانه د بهرنیوعسکرو وتل د سولې اوپخلاینې ضمانت دی

د اسلامی ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې دبهرنیو عسکرو شتون هیڅکله هم د لویدیځی آسیا لپاره سوله اوثبات له ځان سره نه ده د رلودلې ، زیاته کړې ، هماغه ډول چې په عراق او سورئې کې د داعش او دنورو ترهه ګرو افراطی ډلو له رامینځةکولو اوملاتړ څخه هیچا هیڅ ګټه نه ده ترلاسه کړې ، په افغانستان او مینځنۍ آسیا کې به هم دچا په نصیب نشی .

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران  خارجه وزیر محمد جواد ظریف دترکیې په استانبول کې د  آسیا د زړه  کنفرانس  د خارجه وزیرانو په اتمې ناستې کې پخپلې وینا کې وئیلی دی ،له افغانستانه  د بهرنیو عسکرو د مسئولانه وتلو لپاره  د مهال ویشت اعلان،  په ملی سویه  د سولې اوپخلانیې د ټینګیدا په خاطر  د افغانستان  دحکومت لپاره  لازمه زمینه برابرولی شی .

  جواد ظریف  په افغانستان کې د  وحدت او یووالی د ساتنې په ضرورت په ټینګار سره روښانه کړې،اسلامی ایران د افغانستان له حکومت سره د طالبانو پشمول د درستو سیاسی ډلو ټپلو په ګډون سره د افغانانو په مالکیت او  لارښونې سره  د بین ا لافغانی  سولې د بهیر بشبړ ملاتړ کوی . 

 د اسلامی ایران خارجه وزیر ددې خبرې په کولو سره چې  دبهرنیو عسکرو شتون هیڅکله هم د لویدیځی آسیا لپاره  سوله اوثبات  له ځان سره   نه ده د رلودلې ، زیاته کړې ، هماغه ډول چې  په عراق او سورئې کې   د داعش  او دنورو ترهه ګرو افراطی ډلو  له رامینځةکولو اوملاتړ څخه  هیچا  هیڅ ګټه نه ده ترلاسه کړې ،  په افغانستان او مینځنۍ آسیا کې  به هم    دچا په نصیب  نشی . 

  جواد ظریف  په افغانستان کې د داخلی سولې په رامینځةکولو کې د  ملګروملتو پر رول  په ټینګار سره  روښانه کړې ده ، د ګاونډیو هیوادونو لیدتوګو ته پام  او په دغه شان بهیر کې  دهغوی د رواؤ اندیښنو په نظر کې په نیولو سره  به د سولې  د موافقې ،له سیمې د ورآخوا قدرتونو په  نسبت لازیات ملاتړ وشی .

 جواد ظریف همداراز ټینګار کړی ، اسلامی ایران  په افغانستان کې   دسولې د ټینګیدا لپاره له درستو لورو سره  ملګرتیا ته تیار دی .

د  ا ستانبول د بهیر په نامې سره  د آسیا دزړه  کنفرانس د خارجه وزیرانو  اتم کنفرانس  پرون په استانبول کې  جوړ شوی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه