Dec 10, 2019 11:32 Asia/Kabul
  • د غزنی ولایت د شهیدانو او معلولینو چارو ریاست آمر نن سهار ووژل شو

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي

زمونږ خبریال له غزنی راپور راکوی نن سهار شاو خوا (۹) بجې دغزنی ښار په دریم پلان کې دشهیدانو او معلولینو چارو ریاست آمر نصر الله د وسله والو له لورې په ډزو ووژل شو.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې چې تیره ورځ دملې اردو شپږ (۶) عسکرد اندړو ولسوالۍ دناني په سیمه کې د وسله والو له خوا له موټره ښکته کړی شوي او وروسته وژل شوي ول.

 

ټیګونه

کمنټونه