Dec 10, 2019 15:56 Asia/Kabul
  • دافغانستان حزب اسلامي ۵۰ مشرانو له حکمتیاره لار جلا کړه

په هغه لیسټ کې چې د ځینو خبریالانو لخوا خپور شوی د یو شمېر کسانو نومونه هم شته چې دا مهال د دولت برحاله غړي دي.

 

د افغان رسندویو راپورونه وایې یو شمېر افغان سیاسي او جهادي څېرو د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ له  حزب اسلامي څخه د بېلېدو پریکړه کړې ده.

قاضي محمد امین وقاد چې د سولې د عالي شورا غړی دی او د اسلامي ګوند له مطرحو مشرانو څخه شمېرل کېده وایي دا هم یو له هغو شاوخوا پنځوسو کسانو څخه دی چې دا پریکړه یې کړې ده.

هغه زیاته کړه: د پنځوسو په حدودو کې افغانستان شموله کسان دي چې حزبي سوابق لري، په جهاد کې پاته شوي، سولې ته یې کار کړی، په خپلو سیمو کې مطرح او د خلکو ملاتړ لري، دوی له ډیر انتظار وروسته چې بې برخلیک پاته شوي و او د حکمتیار سره یې اړیکې نه وې، دروازې ورباندي بندې وې، بلاخره مو پریکړه وکړه چې د اتحاد شوراهای حزب اسلامي ترنامه لاندې یو مؤقته  جریان پیل کړو."

ښاغلي وقاد زیاته کړه چې د دې موقت جریان د کړنلارې او مشرتابه په اړه یې پلاوی ټاکلی او راتلونکې اونۍ به یې اعلان کړې.

په هغه لیسټ کې چې د ځینو خبریالانو لخوا خپور شوی د یو شمېر کسانو نومونه هم شته چې دا مهال د دولت برحاله غړي دي.

د ګلبدین حکمتیار په مشرۍحزب اسلامی  تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې.

 

ټیګونه

کمنټونه