Dec 11, 2019 05:45 Asia/Kabul
  • د امریکا وسلو د افغانستان خلکو ته تاوان رسولی

د افغانستان د پوځ یوه (۱) متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل له تهران راډیو پښتو خپرونې سره په مرکه کښې وویل په جنګ کښې له غیر قانونی وسلو د استفادې له کبله په افغانستان کښې بیلابیل ډول ناروغۍ خپرې شوی دی .

هغه وویل د امریکا د عسکرو لخوا په افغانستان  کښې کارول شوی بمونه له کیمیاوی بمونو سره لږ شان تفاوت لری او یوازې د ورانکارې کمې څپې او وړانګې لری .

د افغانستان دپوځ دغه پخوانی جنرال عتیق الله امرخیل وویل په هیواد کښې د امریکا کارول شوی وسلې سبب شوی دی چې ماشومان په غیر طبیعی ډول یا معیوب وزیږیږی .

هغه وویل افغانستان یو وخت د نړۍ په هیوادنو کښې ترټولو پاکه هوا لرله خو اوس د سیمې په سویه ترټولو ککړه هوا لری او په پرله پسې ډول له وچکالۍ سره مخ کیږی نو ځکه خو په افغانستان کښې د امریکا د عسکرو د خطرناکو وسلو د کارولو اغیزونه د وخت په تیریدا سره لاپسې ښکاره کیږی .

 

ټیګونه

کمنټونه