Dec 14, 2019 15:12 Asia/Kabul
  •  خلیل زاد د افغانستان د مسلو په اړه له جنرال باجوا سره کتنه وکړه

پر بګرام پوځي اډې دطالبانو له بریده وروسته په قطر کې دامریکا او طالبانو خبرې وځنډیدلې، دامریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پاکستان ته ولاړ او ددغه هیواد د پوځ مشر او د بهرنیو چارو وزیر سره یې لیدلي دي .

 

د فارس خبری اژانس له راپور سره سم د افغانستان په چارو کې د امریکا ځانګړې استازې چی په پاکستان کې دې ، د دغه هیواد د پوځ له مشر سره کتنه او د افغانستان دمسلو په اړه خبرې وکړې .

پر بګرام پوځي اډې دطالبانو له بریده وروسته په قطر کې دامریکا او طالبانو خبرې وځنډیدلې، دامریکا ځانګړی استازی زلمي خلیلزاد پاکستان ته ولاړ او ددغه هیواد د پوځ مشر او د بهرنیو چارو وزیر سره یې لیدلي دي .

شاه محمود قریشي چې په اسلام آباد کښې یې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي ځلمي خلیلزاد سره خبرې کولې، وویل: پاکستان هیله مند دی چې د مذاکراتو بیا پیلول به مثبتې پایلې ولري.

هغه څرګنده کړه چې په افغانستان کښې سوله او ثبات د سیمې د صلحې او امنیت لپاره ضروري دی.

په دغه کتنه کښې خلیلزاد هم د پاکستان خارجه وزیر له طالبانو سره د خپلو شویو خبرواترو له بهیره خبر کړ.

طالبان د افغانستان له خاوري د امریکایی عسکرو د وتلو غوښتونکی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه