Dec 14, 2019 15:28 Asia/Kabul
  • دافغانستان د  هرات د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون معتمد وژل شوی

د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد نن پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون معتمد نقدي د خپل کار په دفتر کې په ډزو وژل شوی دی.

د افغانستان په هرات کې مسوولين وايي چې د دغه ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون معتمد نن د خپل کار په دفتر کې وژل شوی دی. د هرات د والي وياند جیلاني فرهاد نن پژواک اژانس ته وويل چې د دغه ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون معتمد نقدي د خپل کار په دفتر کې په ډزو وژل شوی دی.

 ښاغلی فرهاد وايي، د معتمد نقدي د وژنې علت لا نه دی مشخص شوی، نه یې هم د قتل په تور څوک نیول شوی خو پولیس یې په اړه پلټنې کوي.

 

ټیګونه

کمنټونه