Jan 16, 2020 05:48 Asia/Kabul
  • د امریکا ولسمشر سیاستوال نه بلکې تاجر دی

زمونږ خبریال وايي د افغانستان د سیاسي چارو کارپيژاند او د پوهنتون استاد سخي منیر پرون وویل د امریکا ولسمشر ټرمپ له دې زیات چې سیاستوال وي یو(۱) تاجر دی .

هغه پرون په دې خبرې سره چې د امریکا ولسمشر ټرمپ سیاسي او پوځي محاسبې ته د تجارت په سترګه ګوري وویل د واشنګټن نویو شرطونو ته په پام سره له طالبانو سره د واشنګټن د سولې خبرې اترې پیچلي شوي او په همدې دلیل دغه خبرې په افغانستان کښې د سولې د بهیر د اسانولو په ګټه نشي کیدلی .

سخي منیر د افغانستان په حکومت نیوکې سره وویل د کابل حکومت د سولې لپاره کوم پلان نلري او په همدې خاطر امریکا له دغه خلا په استفادې سره هڅه کوي چې د سولې لاره د خپلو ګټو په لور هدایت کړي .

د افغانستان دسولې د وزارت ویاند ناجیه انوري هم وویل طالبانو ته د امریکا نوي شرطونه واضح او روښانه نه دي او د رسمي سرچینو لخوا نه دي خپاره شوي نو ځکه خو دغه ورازت ورباندې بحث نشي کولای .

 

ټیګونه

کمنټونه