Jan 16, 2020 12:25 Asia/Kabul
  • افغان ځواکونوپه جوزجان کې د طالبانومهم ګمرک له مینځه یوړ

د شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي په دې اړه رسندویوته وايي، طالبانو په شاه میرزا سیمه کې له موټرو څخه د کلنگ لوی مرکز پرانیستی و چې د شاهین ۲۲۰ عملیاتو په ترڅ کې يې له منځه وړی دی.

افغان ځواکونو د جوزجان تر ټولو ستراتیژیکه سیمه شاه میرزاچې د جوزجان- بلخ پر لویه لار پرته ده له طالبانو پاکه کړې او دغلته یې د وسله والو د اخاذۍ لوی مرکز له منځه وړی دی.

د شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضايي په دې اړه رسندویوته  وايي، طالبانو په شاه میرزا سیمه کې له موټرو څخه د کلنگ لوی مرکز پرانیستی و چې د شاهین ۲۲۰ عملیاتو په ترڅ کې يې له منځه وړی دی.

شاه میرزا سیمه د خانقاه ولسوالۍ اړوند ده چې اقینې بندر ته هم موټر پرې تګ راتګ لري.

بلخواد جوزجان د والي ویاند عبدالمعروف اذر وايي، دا هغه ځای دی چې طالبانو په کې څو ورځې وړاندې د تېلو دوه ټانکر له ډرېورانو سره یو ځای وسوځول، مګر اوس یې شاوخوا کلیو کې هم طالبان ځپل شوي دي.

د اذر په خبره طالبانو په دې لاره له تېرېدونکي هر موټر څخه ۳۰ زره افغانۍ اخیستې او د ورځې به یې عاید درې میلیونه افغانیو څخه هم اوښتلو.

افغان ځواکونو تر دې وړاندې په فراه کې هم د طالبانو یو ګمرک له منځه وړی و، چې طالبانو بیا هغه خبره رد کړه او په جوزجان کې یې د اخاذۍ د مرکز په له منځه وړلو لا تر اوسه غبرګون نه دی ښودلی.

 

ټیګونه

کمنټونه