Jan 17, 2020 13:05 Asia/Kabul
  • د طالبانو او امریکایانو د  روغې  جوړې خبرې چورلټې ناکامې دی

طالبانو له دې مخکې وئیلی ، هاله د بین الافغانی خبرواترو حاکمیّت منی ، چې ا مریکا له افغانستانه د خپلو عسکرو د بشپړ ویستلو موافقه لاسلیک کړی .

زمونږخبریال د طلوع خبری چینل له قوله راپورراکړ د  افغانستان د سولې په چارو کې  وزیر سلام رحیمی  پرون ناوخته  په کابل کې په یوې غونډې کې وئیلی دی ، په تیر یوه کال کې دقطرپه  دوحې کې  دامریکایانو اوطالبانو ترمینځ  د تش په نامه سولې یولس ځله  خبرې اترې شوی ، چې تر دې دمه ئې هیڅ نتیجه نه ده درلودلی .

 د افغانستان د سولې دچارو وزیر  دې ته په اشارې سره چې د کابل حکومت  له طالبانو سره روغې جوړې ته تیار دی ، وئیلی دی ، هروخت امریکائی پلاوی  له طالبانو څخه د تاؤتریخوالی دکمولو پلان  ترلاسه کړ، نو له افغان سیاسی مشرانو سره خبرې اترې کولی شی .

 سلام رحیمی  همداراز ټینګار کړی ،  دافغانستان حکومت  له طالبانو غواړی ،  چې  د خبرواترو دپیلولولپاره دې اور بند ته غاړه کیږدی  څو تل پاتې او باؤری سوله ترلاسه شی .

  طالبانو له دې مخکې وئیلی ، هاله  د بین الافغانی خبرواترو حاکمیّت  منی ، چې  ا مریکا له افغانستانه د خپلو عسکرو  د بشپړ ویستلو  موافقه  لاسلیک کړی .

 له طالبانو سره دامریکا د تش په نامه سولې  ناکامې او بې نتیجې خبرې  اترې په داسې شرائطو کې  دی چې اسلامی ایران تل  دافغانستان د ملی او دینی ارزښتونو  او ګټو په اساس د سولې د پلان  په اجرا ټینګار کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه