Jan 18, 2020 04:45 Asia/Kabul
  • په افغانستان کې دې امریکا د 80لسیزې تیروتنه نه تکراروی

دپاکستان خارجه وزیر تیره اونۍ دایران او ورپسې دسعودی عرب په سفر تللی څو د سیمې د ترینګلتیاؤ دختمولو په باب دپاکستان دښه رول لوبولو په باب خپل نیّت نندارې ته وړاندې کړی،چې له دغو سفرونو وروسته اوس دپاکستان خارجه وزیر په امریکا کې دی او له امریکائی چارواکو سره دلیدو کا تو پروګرام لری .

زمونږخبریال د دنیانیوز خبری سایټ له قوله راپورراکړ د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی ، چې د ایران او سعودی عربستان له سفره وروسته  امریکا ته په سفر تللی ، خبریالانو سره په خبرو کې ئې وئیلی دی ، امریکا دې له افغانستانه  په مسئولانه ډول  پوځ بیرته وبولی  او د  اتیایمې لسیزې  په څیر تیروتنې  دې  تکرار ن ه کړی .

دپاکستان خارجه زویر  وئیلی ،  په افغانستان کې د روغې جوړې لپاره  دامریکا او طالبانو ترمینځ  په خبرواترو کې  پاکستان د دریمګړی رول لوبوی  او دغه مینځګړیتوب هم د امریکا د ولسمشر  له غوښتنې وروسته پیل شوی ده .

  قریشی  د پاکستان د پوځ داستخباراتی  ادارې آئی ایس آئی  د  فعالیتونو په باب دیوې پوښتنې په ځواب کې ووئیل ، مونږ  باید  راتلونکی اویا دتیر وخت په باب  خبره ونه کړو ،د وخت خبره  پکار ده ، آئی ایس آئی  په افغانستان کې د امن او ثبات د راوستو لپاره  هڅه کوی  او خپل مثبت رول لوبوی .

 دپاکستان خارجه وزیر د ایران د سفر په باب هم  ووئیل  د اسلامی ایران  له ولسمشر او خارجه وزیر سره لیده کاته  په سیمې کې د تاؤتریخوالی د کمولو په موخې سره شوی چې  مثبتې  نتیجې ئې درلودلی ، پاکستان د امریکا په ملګرتیا سره په سیمې کې د تاؤتریخوالی  ختمول غواړی .د ایران او امریکاترمینځ ترینګلتیاوې د سیمې او نړۍ لپاره خطرناکې پایلې درلودلی شی باید  د خبرواترو او ډیپلوماټیکو رودو په وسیله  نړیوالې شخړې هوارې شی ، داسلامی ایران لوړپوړی چارواکی په سیمې  او نړۍ کې ترینګلتیاوې نه غواړی ځکه  تاؤتریخوالی د هیچا په ګټه نه دی .

دپاکستان خارجه وزیر تیره اونۍ  دایران  او ورپسې دسعودی عرب په سفر تللی څو د سیمې د ترینګلتیاؤ  دختمولو په باب دپاکستان دښه رول لوبولو په باب  خپل نیّت نندارې ته وړاندې کړی ، چې له دغو سفرونو وروسته  اوس دپاکستان خارجه وزیر  په امریکا کې دی او له امریکائی چارواکو سره  دلیدو کا تو پروګرام لری .

 

ټیګونه

کمنټونه