Jan 18, 2020 05:44 Asia/Kabul
  •   پاکستان د افغانستان په امنیت کې ځانګړی رول لری

د افغانستان پخوانی ولسمشر له اسلام اباد سره د ښو اړیکو درلودلو اهمیّت ته په اشارې سره وئیلی دی ،پاکستان په ګاونډیو هیوادونو کې پر افغانستان ترټولو زیاتې اغیزې شیندی .

 تسنیم خبری اژانس راپور ورکړ ،  دافغانستان  پخوانی ولسمشر حامد کرژی  پرون په یولړ څرګندونو کې وئیلی دی ، له اسلام اباد سره دکابل  له ښو اړیکو پرته  په افغانستان کې د سلوې اوامنیت ټینګیدا  هیڅکله امکان نه لری .

 د افغانستان پخوانی ولسمشر له اسلام اباد سره د ښو اړیکو درلودلو اهمیّت ته په اشارې سره  وئیلی دی ،پاکستان  په ګاونډیو هیوادونو کې  پر افغانستان ترټولو زیاتې اغیزې شیندی .

 حامد کرزی همدراز،د  افغانستان  او پاکستان ترمینځ  د یوه بحران یعنی د ډیورینډ کرښې مورد ته په اشارې سره وئیلی دی،کابل او اسلام اباد ددغې کرښې په باب مشکل لری .

 د افغانستان پخوانی ولسمشر  له دې مخکې هم  امریکا او پاکستان پخپل هیواد کې د جنګ او ناکراریو  د دوام اصلی  عوامل بللی او روښانه کړې  وه ، که اسلام اباد  دکابل په چارو کې  لاسوهنې ختمې کړی ،نو  په افغانستان کې د سولې د ټیڼګیدا احتمال نوره هم زیاتیږی .

 

ټیګونه

کمنټونه