Jan 18, 2020 13:20 Asia/Kabul
  • طالبانو د بهرنیو عسکرو په وتلو ټینګار وکړ

تسنیم خبري اژانس وايي په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر عبدالغني یوځل بیا ټینګار وکړ چې په افغانستان کښې د جګړې په ختمیدا سره د امریکا عسکر باید له هیواد څخه ووځي .

ملا برادر عبدالغني نن له افغانستان څخه د امریکا د پوځیانو د وتلو پرضرورت ټینګار وکړ او ویې ویل امریکا په دوه زره لومړي (۲۰۰۱) میلادي کال کښې په افغانستان باندې د یرغل له وخت راهسې تراوسه په دغه هیواد کښې زیات جنایتونه کړي دي او په لسګونو زره بې ګناه انسانان یې وژلي دي .

په قطر کښې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا برادر عبدالغني جوته کړه له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د ټولو بهرنیو عسکرو په وتلو سره طالبان د جنګ دختمولو په هکله د ولسمشر اشرف غني له حکومت سره موافقې ته رسیږي ځکه چې دواړه خواوې افغانان دي .

طالبانو مخکې هم ویلي وو په داسې بڼه کښې بین الافغاني خبرې اترې مني چې امریکا له افغانستان څخه د خپلو عسکرو  په کامل ډول د وتلو موافقه لاسلیک کړي .

تراوسه په قطر کښې د امریکا او د طالبانو ترمینځ د تش په نامه د سولې د خبرو اترو یولس (۱۱) پړاونه شوي دي خو هیڅ نتیجه یې نه ده ورکړي .

له طالبانو سره د امریکا تش په نامه دماتي خوړلي  او بې نتیجې خبرې اترې په داسې شرایطو کښې دي چې د ایران اسلامي جمهوریت تل د افغانستان د ملي او د  دیني ارزښتونو او ګټو پراساس د سولې د پلان په اجرا کیدا ټينګار کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه