Jan 21, 2020 15:37 Asia/Kabul
  • په غزني، قندهار او قندوز ولايتونو کښې د افغان امنيتي ځواکونو عملياتو او نښتو مرګ ژوبله رامنځته کړه

په غزني، قندهار او قندوز ولايتونو کښې افغان امنيتي ځواکونو عمليات او له طالب ډلې سره نښتې شوې دي او يو شمېر سرتاوانونه يې لرلې دي.

په غزنی کښې (۱۵) وسله وال طالبان وژل شوي او په کندهار کښې د وسله والو تر ځمکې لاندې یو تونل له منځه یوړل شو. او په کابل کې دری تنه دچپاول کلګرۍ او غیر قانوني وسلو دلیږد په تړاو نیول شوي او په کندز کې وسله والو طالبانو ویلي چې یوه امنیتي قرار ګاه یې نیولې او امنیتي ځواکونو ته یې مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان دملی دفاع وزارت خبر پاڼه وایي چې د غزني د (ګیلان) ولسوالۍ په «نابروې» سیمه کې او (ناوې) ولسوالی په (ډنډ) سیمه کې د هوایي بریدونو په ترڅ کې، (۱۵) تنه طالبان وژل شوي دي.

خبر پاڼه زیاتوي چې د کندهار په «میوند» ولسوالۍ کې د یو هوایي برید په پایله کې، د وسله والو طالبانو د ځمکې لاندې یو تونل له منځه وړل شوی دی. وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي خو دوسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد  رسنیو ته په یو رالیول شوي پیغام کې ویلي چې تیره شپه د کندز ولایت علي اباد ولسوالۍ اړوند کوچه قزاق سیمه کې یې پر یوې امنیتي قرارګاه برید ترسره کړی چې په وینا یې قرارګاه یې نیولې او د قرارګاه دقومندان  په ګډون یې (۱۱) افغان سرتیروته مرګ ژوبله اړولې.

په کندز کې د (۲۱۷) پآمیر قول اردو ویاند عبدالهادی جمال بیا وایي چې په دې نښته کې اوه (۷) تنه وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او دوه تنه امنیتی منسوبین ټپیان شوي.

ددې تر څنګ د کورنیو چارو وزارت خبر پاڼه وایي چې په کابل کې درې تنه د چپاولګرۍ او غیرقانوني وسلو د لېږد په تړاو ونیول شول.
 باید وویل شي چې تیره ورځ هم وسله والو طالبانو په کندز کې پر یوې دفاعي قرارګاه برید تر سره کړی ؤ چې په وینا یې قرارګاه یې نیولې وه خو دافغان چارواکو له خوا ددوی ادعا رد شوه.

 

 

ټیګونه

کمنټونه