Jan 23, 2020 13:54 Asia/Kabul
  • مخ پټو وسله والو په جلال اباد کې د محکمې یو قاضې   وواژۀ

داسې ښکارې چې په جلال اباد کې له لږې مودې ثبات وروسته یو ځل بیا د نا امنۍ پیښې مخ پر زیاتیدو دی .

زمونږخبریال راپورراکړ  دافغانستان د ننګرهار د استناف محکمې د مطبوعاتو مسئول کشمال ثاقب وایې  پرون  ناوخته  مخ پټو  وسله والو د جلال اباد ښار  د څلورمې  ناحیې  د اکمالاتې بیز سینه مې د استناف محکمې د جزا دیوان  غړی قاضې رفیع الدین اشنا په داسې حال کې چې له کارځایه کور ته پر لاره وو، په ‌‌‌‌‌‌ډزو وواژه او له سیمې وتښتیدل .

کشمال ثاقب وایې په تیرو څلورو کالو کې د ننګرهار استناف محکمې درې قاضیان او څلور تنه اداری کازکوونکی وژل شوی او عاملین یې ندې نیول شوی.  ددې قاضې د وژلو پړه هم تر اوسه کوم شخص یا ‌‌‌‌‌‌ډلې پر غاړه نده اخیستې  .داسې ښکارې چې په جلال اباد کې له لږې مودې ثبات  وروسته یو ځل بیا د نا امنۍ پیښې مخ پر زیاتیدو دی .

 

ټیګونه

کمنټونه