Jan 24, 2020 06:22 Asia/Kabul
  • د طالبانو او امریکې تر منځ توافق په هیواد کې سیاسي ګډوډي رامنځته کوي

د ګډ حکومت د مشر «اشرف غني» په مشرۍ د «دولت جوړوونکي» ټاکنیزې ډلې مرستیال وويل، که د طالبانو او امریکې تر منځ په قطر کې روان مذاکرات توافق ته ورسېږي هم ګټه یې نشته او په افغانستان کې د سیاسي ګډوډي د رامنځته کېدو سبب ګرځي.

د افغان سرچينو له مخې امرالله صالح دغه څرګندونې په کابل کې « د افغانستان د صلحې او جګړې د مطالعاتو» په مرکز کښې کړې دي، نوموړي ویلي « هيڅ بهرنی هیواد د افغانستان په استازیتوب له طالبانو سره کړي توافقات په مونږ نشي تپلې، هغه څه چې په افغانانو پورې اړه لري، باید له افغانانو سره حل شي.»

نوموړي خو تاکيد وکړ، چې « دافغانانو په استازیتوب له طالبانو سره د بهرنیو هیوادونو هوکړې او موافقې هیواد له داسې یو حالت سره مخ کوي، چې د هیچا په ګټه نه دی.»

صالح د افغانانو د خپلمنځي مذاکراتو په اړه هم خبرې وکړې او وې ویل « د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د ټاکل کېدونکي پلاوي د غړو شمېر مهم نه دے بلکه، دا مهمه ده، چې د دې مذاکراتو نتيجه څه راوزي.»

د صالح په قول، له طالبانو سره که هر څه توافق کېږي،وړومبے  باید د «لوئې جرګې» او پارلمان له لوري «تصحیح» شي او بیا یې د «رد» او یا هم «منلو» په اړه فېصله وشي.

 

ټیګونه

کمنټونه