Jan 24, 2020 16:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان خلک د خارجیانو  وتل غواړي

تسنیم خبري اژانس وايي د افغانستان ولسمشر اشرف غني وویل د دغه هیواد خلک د امریکا د عسکرو د وتلو غوښتونکي دي .

د افغانستان د ولسمشر دفتر نن د اشرف غني په قول وویل د هیواد خلک د امریکا د عسکرو له وتلو سره هیڅ مشکل نلري .

د امریکا د عسکرو د ایستلو په هکله   د افغانستان د ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې په داسې حال کښې دي چې د دغه هیواد خلکو او چارواکو په ځلونو د امریکا په مشرۍ د خارجي عسکرو د شتون په دوام نیوکه کړي ده او له هیواد څخه د  هغوې د ایستلو غوښتنه کوي .

 

ټیګونه

کمنټونه