Jan 25, 2020 06:16 Asia/Kabul
  • افغان ځواکونو په ختیځ کې د طالبانو د نشه ایزو موادو د تولید لوی مرکز ویجاړ کړی

د افغانستان دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د شیرزاد ولسوالۍ د ګندمک په کلي کې د کومانډو ځواکونو لخوا شوي او ورسره شاوخوا کلیو کې طالبانو ته تلفات هم اړول شويدي.

د افغانستان د شفقنا خبری اژانس له راپور سره سم  د افغانستان دفاع وزارت وایي، د ننګرهار په شیرزاد ولسوالۍ کې یې د پوځي عملیاتو په پایله کې د طالبانو د مخدره توکو د تولید او پروسس یو لوی پلانټ او فابریکه ویجاړه کړې ده.

د افغانستان  دفاع وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغه عملیات د شیرزاد ولسوالۍ د ګندمک په کلي کې د کومانډو ځواکونو لخوا شوي او ورسره شاوخوا کلیو کې طالبانو ته تلفات هم اړول شويدي.

وسله والو طالبانو تر دې دمه د  افغانستان دفاع وزارت ادعا ته ځواب نه دی ویلي، خو ویلي یې دي چې جنګیالیو یې د شیرزاد په ولسوالۍ کې د حکومتي ځواکونو په یو کاروان برید کړی دی.

 

ټیګونه

کمنټونه